د وفاقي وزير احسن اقبال د بلوچستان څخه راغلي د ګوند او د ځوانانو پلاوي سره خبرې

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې اقتصادي لارې د پاكستان پھ اړه د نړې رائې بدلې كړې دي٬ د كال 2013م نه وړاندې زمونږ مخالفينو هڅه كوله چې پاكستان خطرناك هېواد وګرځوي٬ نن د پاكستان بدخوا د سي پېك د كاميابې مخ نيوي لپاره شكونه پېدا كول غواړي٬ ګوادر په منطقه كښې د پرمختګ مركز جوړېدونكې دے٬ …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې اقتصادي لارې د پاكستان پھ اړه د نړې رائې بدلې كړې دي٬ د كال 2013م نه وړاندې زمونږ مخالفينو هڅه كوله چې پاكستان خطرناك هېواد وګرځوي٬ نن د پاكستان بدخوا د سي پېك د كاميابې مخ نيوي لپاره شكونه پېدا كول غواړي٬ ګوادر په منطقه كښې د پرمختګ مركز جوړېدونكې دے٬ د سي پېك په ضد كوم سازش نه شي كاميابېدے۔ ده دا خبرې د بلوچستان څخه راغلي د ګوند او ځوانانو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې پاكستاني قوم د سي پېك حفاظت لپاره ملا تړلې٬ په تاريخ كښې په وړومبي ځل د بلوچستان اولس د محرومې احساس ختمېدونكې ويني۔ ده ووئيل چې په ټول بلوچستان كښې پروژې روانې دي٬ دې سره به پاكستان او بلوچستان پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل چې د ګوادر پوهنتون كېمپس پېل شوے٬ سي پېك د پاكستان تجارت لپاره تاريخي موقع ده۔ ده ووئيل چې د سي پېك دښمن د پاكستان دښمن دے٬ ده ووئيل چې سي پېك د 50 اربه ډالرو د نړې لويه سيمه ايزه پروژه ده۔ دې سره به په منطقه كښې امن٬ خوشحالي او پرمختګ راشي۔

مزید خبریں