د بېلا بېلو سياسي ګوندونو د پارلمان غړو په هېواد كښې د مردم و خانه شمارې كولو پرېكړه وستائيله

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د بېلا بېلو سياسي ګوندونو د پارلمان غړو په هېواد كښې د مردم و خانه شمارې كولو پرېكړه ستائيلې۔ اے پي پي سره په خبرو كښې د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي امجد علي خان ووئيل چې حكومت د مخالفې ډلې د ګوندونو د مشورې نه پس ښه پرېكړه كړې۔ مردم شماري يو قانوني ضرورت دے او دې سره به د اولس …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د بېلا بېلو سياسي ګوندونو د پارلمان غړو په هېواد كښې د مردم و خانه شمارې كولو پرېكړه ستائيلې۔ اے پي پي سره په خبرو كښې د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي امجد علي خان ووئيل چې حكومت د مخالفې ډلې د ګوندونو د مشورې نه پس ښه پرېكړه كړې۔ مردم شماري يو قانوني ضرورت دے او دې سره به د اولس خېر ښېګړې لپاره موثره منصوبه بندي وكړې شي۔ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د قومي اسمبلۍ غړي چوهدري حامد حميد ووئيل چې د زياتېدونكې اباې ضروريات پوره كولو لپاره د شمېرو ضرورت وي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د مردم شمارې كولو ښه پرېكړه كړې۔ ده ووئيل چې په كال 1998م كښې هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت مردم شمارې كړې وه۔ د پاكستان پيپلز ګوند د قومي اسمبلۍ غړې شازيه مري ووئيل چې مردم شماري كول د وخت ضرورت و٬ د حكومت لخوا دا پرېكړه د ستائنې وړ ده۔ هغې ووئيل چې قومي ګټو لپاره حكومت او مخالفه ډله متحد دي۔

مزید خبریں