د دستور ورځې په موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پېغام

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د آئين سرلوړي زمونږ منزل مقصود دے٬ آئين د رياست هر وګړي ته د بنيادي حقونو٬ د جمهوريت او د امنيت ضمانت وركوي٬ د آئين تقدس پھ ځائ ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ د دستور ورځې په موقع كومه چې ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په ټول هېواد كښې لمانځلې شي٬ …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د آئين سرلوړي زمونږ منزل مقصود دے٬ آئين د رياست هر وګړي ته د بنيادي حقونو٬ د جمهوريت او د امنيت ضمانت وركوي٬ د آئين تقدس پھ ځائ ساتل زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ د دستور ورځې په موقع كومه چې ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په ټول هېواد كښې لمانځلې شي٬ د قومي اسمبلې سپيكر په خپل پېغام كښې ووئيل چې 44 كاله وړاندې ټاكل شويو استازو د پاكستان د آئين منظوري وركړې وه۔ ده په دې د افسوس څرګندونه وكړه چې د تېرو 44 كلونو په مهال غېر جمهوري قوتونو جمهوري حكومتونه ختمولو سره آئين معطل كړو او مضبوط وفاق ته ئې زيان ورسېدو او په هېواد منفي آغېز وشو۔ ده ووئيل چې د آئين بحالې لپاره جمهوري قوتونو د امريت په مهال سره د ډېر تكليفونو هڅې روانې وساتلې۔ نن مونږ د آئين سرلوړې او د جمهوريت لپاره لپاره قربانې وركوونكو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړو كومو چې كوړې وخوړې ٬ د قيد او بند تكليفونه ئې وزغمل او تر دې چې پاڼسې ئې قبولې كړې۔ سپيكر ووئيل چې اوس دا د اوسنيو سياسي مشرانو ذمه واري ده چې آئين عملي كولو سره وفاقي اكائيو ته په آئين كښې وركړې شوي اختيارات او د وګړو د بنيادي حقونو تحفظ باوري كړي۔ ده ووئيل چې دا ورځ مونږ ته د دې مقدس دستاوېز د هر يو ټكي د تحفظ د لوظ كولو موقع راكوي د كوم په وجه چې مونږ د قوم په حېث د برابرې په كچه يو ځائ يو۔

مزید خبریں