اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټې د ذيلي كمېټې غونډه به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ پېل كېږي او د شورو تر ورځ به ټول انتخابي قوانين يو ځائ كولو سره د انتخابي قانون 2017م مسودې لپاره په ترلاسه شويو تجويزونو غور كوي۔ غونډه به د ګل په ورځ د كمېټې كنوينئر زاهد حامد په مشرې كښې سهار يوولس بجې كېږي۔ دا به …
انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټې د ذيلي كمېټې غونډه به ﴿نن﴾ پېل كېږي
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) انتخابي اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټې د ذيلي كمېټې غونډه به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ پېل كېږي او د شورو تر ورځ به ټول انتخابي قوانين يو ځائ كولو سره د انتخابي قانون 2017م مسودې لپاره په ترلاسه شويو تجويزونو غور كوي۔ غونډه به د ګل په ورځ د كمېټې كنوينئر زاهد حامد په مشرې كښې سهار يوولس بجې كېږي۔ دا به د ذيلي كمېټې 77مه غونډه وي۔ په دې ورځ به د ډاكټر نفيسه شاه لخوا په وړاندې كړې شوي پوليټكل پارټيز آرډر 2013 ترميمي بل هم غور كولې شي۔ د نهې په ورځ به د 78مه غونډه كښې هم په ترميم غور كولې شي او د شورو په ورځ په 79مه غونډه كښې به په نورو بدلونو غور كولې شي۔











