اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر عبدالباسط وئيلي دي چې د پاكستان او هند ترمېنځه كشمير تر ټولو نه لويه شخړه ده٬ هند د ملګرو ملتونو قراردادونه نه عملي كوي٬ د كلبهوشن ياديو او د سمجهوته اېكسپرېس په شان پېښې دوه اړخيزه اړيكې خرابوي۔ په نوي ډيلي كښې هندي ټي وي سره په يوه مركه كښې عبدالباسط ووئيل چې د ممبئي بريدونو …
په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر عبدالباسط مركه
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر عبدالباسط وئيلي دي چې د پاكستان او هند ترمېنځه كشمير تر ټولو نه لويه شخړه ده٬ هند د ملګرو ملتونو قراردادونه نه عملي كوي٬ د كلبهوشن ياديو او د سمجهوته اېكسپرېس په شان پېښې دوه اړخيزه اړيكې خرابوي۔ په نوي ډيلي كښې هندي ټي وي سره په يوه مركه كښې عبدالباسط ووئيل چې د ممبئي بريدونو پلټنو لپاره د پاكستان جوډيشنل كميسون هند ته په راتګ كښې څلور كاله لګېدلي۔ دا ډېره پېچپلې معامله ده٬ هند ته به مرسته كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د هند لخوا د پاكستان تنها كولو خوب يوازې خوب پاتې شوے۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې عدم استحكام د افغانستان دلارې پېدا كولې شي۔ د ترهګرې په اړه عبدالباسط ووئيل چې دا د ټولې منطقې مسئله ده۔











