د بره دير استوګن 12 كاله پس د سعودي زندان نه راخوشر كړے شو

پېښور 26 مئي (اے پي پي) د بره دير استوګن 12 كاله پس د سعودي زندان نه راخوشے كېدو سره كور ته رارسېدلے ۔ تفصيلات له مخې د بره دير د تارپتار سيمې استوګن ولي محمد ته په سعودي كښې د 25 كالو زندان سزا اورولې شوې وه خو ھغه 12 كاله پس خوشے كړے شوے۔ د ولي محمد كورنۍ له مخې د وزيراعظم عمران خان د سعودي دورې نه پس د سعودي په زندان كښې بنديوان پاكستانيان راخوشې كړے شوي ۔ دغسې ولي محمد او د ھغه كورنۍ په راخوشۍ كېدو د وزيراعظم عمران خان مننه كړې