غزه/واشنګټن 21 مئي(اے پي پي)د امريكي صدر جو بائيډن د غزه په پټي كښې تر جنګ بندۍ په رسېدو كښې د مصر او نورو هېوادونو كردار د قدر وړ ګرځولے ۔ ده د اسرائيل او فلسطين كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې كومو چې په دې جنګ كښې خپل خپلوان بېللې دي۔ جوبائيډن باور وركړو چې زمونږ هېواد به د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو شراكتدارو په مرسته په غزه …
غزه په پټي كښې تر جنګ بندۍ په رسېدو كښې د مصر او نورو هېوادونو كردار د قدر وړ دي۔ جوبائيډن

مزید خبریں
غزه/واشنګټن 21 مئي(اے پي پي)د امريكي صدر جو بائيډن د غزه په پټي كښې تر جنګ بندۍ په رسېدو كښې د مصر او نورو هېوادونو كردار د قدر وړ ګرځولے ۔ ده د اسرائيل او فلسطين كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې كومو چې په دې جنګ كښې خپل خپلوان بېللې دي۔ جوبائيډن باور وركړو چې زمونږ هېواد به د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو شراكتدارو په مرسته په غزه كښئ د بيا رغونې او د ځائي اولس د بشري مرستې كولو پابند وي٬ په دې لړ كښې به حماس سره نه بلكې فلسطيني اتھارټۍ سره مرسته كولې شي۔ بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټيرس اسرائيل او غزه كښې د جنګ بندۍ د پرېكړې هركلے كړے ۔ ده د دواړو ډلو ترمېنځه د امن بحالۍ لپاره د مصر د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ د مصر صدر عبدالفتاح السېسي وئيلي دي ما ته د امريكائي اولس مشر لخوا ټېلي فون راغلے او په دې موقع د اسرائيل او غزه په پټۍ د روان جنګ ختمولو په طريقه كار خبرې شوي۔ د السېسي له مخئ په دې لړ كښې د دواړو مشړانو متفقه موقف دا ٶ چې شخړه دې په سفارتي طريقه حل كړې شي۔ د برتانيې خارجه وزير ډومينك راب د اسرائيل او غزه په پټۍ د جنګ بندۍ هركلي كولو سره دا پرېكړه خوشبينه ګرځولې ۔ ده په دې لړ كښې ووئيل ټولو ډلو له به د جنګ بندۍ قوي كولو او د تشدد نه قبلېدو سلسله ختمولو لپاره كار كول وي











