اسرائيل او غزه كښې د جنګ بندۍ په نړيواله كچه هركلے

غزه 21 مئي(اے پي پي) د غزه پټۍ كښې د جنګ بندۍ پرېكړې په نړيواله كچه د هركلي سلسله روانه ده٬ د العربيه ټي وي له مخې د دې نه وړاندې مصر د اسرائيل او فلسطينيابنو ترمېنځه د غزه پټۍ كښې د امن بحالۍ د هلو ځلو د كاميابۍ اعلان كړے ٶ٬ مصر وئيلي وو دا متبادل جنګ بندي ده كومه چې به اسرائيل او غزه كښې په يو وخت نافذالعمل وي٬ په غزه كښې د جنګ بندۍ په پرېكړه عمل د جمعې په شپه 2 بجې پېل شوے ٬ د مصر وېنا ده مونږ به د جنګ بندۍ د اقداماتو جاج لپاره خپل دوه پلاوي تل ابيب ته لېږو۔ بلخوا د اسرائيل وزيراعظم دفتر د جنګ بندۍ د پرېكړې تصديق كړے ۔ د مصر په وساطت سره د غزه پټي كښې د اسرائيل او فلسطينيانو ډلو ترمېنځه جنګ بندي د 11 ورځو د سخت پوځي جارحيت نه پس شوې ده