د سعودي او برتانيې د خارجه وزيرانو ملاقات٬ د فلسطين په وضعه د خيالاتو څرګندونه

لندن 20 مئي (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان د برتانيې خپل همڅنګ ډومينك رېب سره ملاقات كړے ۔ د سعودي ميډيا له مخې خارجه وزير د برتانيې خپل همڅنګ سره په لندن كښې ملاقات كړے او په دې موقع ئې په دوه اړخيزه اړيكو او د فلسطين په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ دواړو مشرانو د شريكې خوښې په سييمه ايزو او نړيوالو مسائلو مرسته او يوالې پېدا كولو لپاره هڅې كړي ۔ په دې موقع برتانيه كښې د سعودي سفير شهزاده خالد بن بندر بن سلطان هم موجود ٶ۔