په كولمبيا كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 77 زره 359 ته رسېدلې

بګوټا 09 مئي (اے پي پي) په كولمبيا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور 492 كسان مړه شوي دي او دې سره په دې هېواد كښې په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 77 زره 359 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د كولمبيا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 16 زره 910 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په هېواد كښې د ځپليو ټوله شمېره 29 لكه 85 زره 536 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې په هېواد كښې تر اوسه 22 لكه 35 زره 245 كسانو ته د كورونا واكسين لګول شوي دي.