وفاقي وزير عمر ايوب خان د كهلابټ ټاٶن شپ دوره وكړه

هري پور 03 مئي (اے پي پي) وفاقي وزير عمر ايوب خان د كهلابټ ټاٶن شپ دوره كړې او د خلقو ستونزې ئې معلومې كړې. په دې موقع ځائي مشرانو بېلا بېلو سيمو ته د ګاز وركړې، د سړكونو جوړولو او د برېښنا د ستونزو حل كولو د اقدام ستائنه وكړه او د وفاقي وزير ئې مننه وكړه. په دې موقع ځائي مشرانو ووئيل د دې سيمې ستونزې د اوسني حكومت په دور كښې حل شوي، په هري پور كښې په رښتني معنٰی كار د پاكستان تحريك انصاف حكومت كړے .