نوښار كښې به د اېن سي او سي سپارښتنې له مخې د مئي د 8مې نېټې څخه تر 16مه نېټې مكمل لاك ډاٶڼ وي. ډپټي كمشنر

نوښار 03 مئي (اے پي پي) په نوښار كښې به د اېن سي او سي سپارښتنې له مخې د مئي د 8مې نېټې څخه تر 16مه نېټې مكمل لاك ډاٶڼ وي، د لاك ډاٶن په مهال به د ضلعو ترمېنځه ټرانسپورټ بند وي او د سېلګرې ځايونو ته په داخله به هم بندېز لګولې شي. د نوښار ډپټي كمشنر مير رضا اوزګن په خپل دفتر كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل د لاك ډاٶن په مهال به لارې او انټري پوائنټس په مكمل توګه بندولې شي. په ښار كښې دننه او بهر د سېلګرې ځايونو سوات ، كالام، ناران كاغان او د اېبټ آباد پشمول ټولو ځايونو ته تلونكې لارې به په مكمل توګه بندې وي. ده ووئيل يوازې د دې سيمو خلق به دې سيمو ته پرېښودلې شي او د دوي شناختي كارډونه به كتلې شي. ده ووئيل اولس دې د وبا مخ نيوي لپاره په اېس او پيز په سختې سره عمل وكړي.