اعلی وزير محمود خان سره د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي ملاقات

پېښور ۔2مئی(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان سره د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي وزيراعلی هاؤس كښې ملاقات وكړو او هغه سره ئې صوبه او په خاص توګه په ضم شويو ضلعو كښې په روانو پرمختيائي منصوبو او د اولس خېر ښېګړې له په پورته كړې شويو ګامونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه د كورونا په روانه وضعه قابو موندلو له د حكومتي اقداماتو سره سره د هېواد سياسي صورتحال سره په اړوند چارو هم خبرې وشوې۔