د كورونا اېس او پيز خلاف ورزي كوونكو په ضد د خېبر پښتونخوا د ضلعي انتظاميې د كارروائيو رپوټ جاري كړے شو

پېښور 30 اپرېل (اے پي پي) د كورونا اېس او پيز عملي كولو په لړ كښې په خېبر پښتونخوا كښې د ضلعي انتظاميې كارروائې لا هم روانې دي. په دې لړ كښې د ټولو ضلعو څخه ترلاسه شوے تفصيلي رپورټ جاري كړے شوے. د جاري شوي رپورټ له مخې په ټوله صوبه كښې 22 زره 216 كارروائې شوي. په اېس او پيز عمل نه كوونكو 6 زره 187 كسانو/ كاروباريانو له خبردارے وركړے شوے. د حكومت د احكاماتو په انكار په يو زر 40 يونټس/ كاروبارونو د 9 لكه 53 زره 60 روپو جرمانې لګولې شوي. د اېس او پيز په خلاف ورزې 614 يونټس/ كاروبارونه سيل كړې شوي او د 448 كسانو/ يونټس په ضد اېف آئي آر درج كړے شوي