د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د سوئېلي كوريا سفير سوه سنګ پيو سره ملاقات

پېښور 30اپریل (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان سره په پاكستان كښې د سوئېلي كوريا سفير سوه سنګ پيو د جمعې په ورځ د پېښور په وزيراعلٰی هاؤس كښې ملاقات كړے او د شريكې خوښې په چاروئې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔په دې موقع په صوبه كښې د پن برېښنا او بلديات څانګو كښې د سوئېلي كوريا نه علاوه د مذهبي سېلګرۍ ودې په اړه هم خبرې شوې او په بېلو څانګو كښې د سوئېلي كوريا د سرمايه كارۍ لا ودې په اړه اتفاق راغلے ۔صوبائي وزيران تيمور سليم جهګړا او اكبر ايوب هم په دې موقع موجود وو۔په خپلو خبرو كښې وزيراعلٰی ووئيل د پاكستان او سوئېلي كوريا ترمينځه د ملګرتيا اړيكې قائم دي او موجوده حكومت دې اړيكو ته لا وده وركول غواړي۔وزيراعلٰی ووئيل په صوبه كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ او مذهبي سېلګرۍ بې شمېره موقعې شته او دا مهال د غېر ملكي سرمايه كارو لپاره چاپېريال سازګار دے۔د سوئېلي كوريا سفير ووئيل بېلا بېلې سوئېلي كورين كمپڼۍ په صوبه كښې د پن برېښنا او بلدياتو څانګو پشمول نورو څانګو كښې هم د سرمايه كارۍ كولو اراده لري۔وزيراعلٰی ووئيل صوبائي حكومت به په كومه هم څانګه كښې د سوئېلي كوريا د سرمايه كارۍ نه يوازې هركلے كوي بلكې په دوي له به نورې آسانۍ هم وركولې شي