ګلګت بلتستان كښې د 5 كلونو په مهال به 370 اربه روپۍ مصرف كوؤ۔ وفاقي وزيراسد عمر

ګلګت ۔ 30اپرېل(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي په ګلګت بلتستان كښې 5 كاله كښې به 370 اربه روپۍ مصرف كوؤ۔ د 250 مېګاواټ په 9 هائيډل منصوبو به 140اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ د جمعې په ورځ ګلګت بلتستان كښې پرمختيائي پېكج اعلان كولو سره هغه ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ په زړه پورې موقعې دي۔ د ګلګت شندور منصوبه جے سی سی كښې شامل ده۔ د سی پېک نه به دا جوړولې شي۔ 6 اربه روپۍ به د سېلګرۍ په انفراسټركچر مصرف كولې شي۔ د 17 اربه روپو د صحت او زده كړو منصوبې دي۔ سکردو او ګلګت میډیکل کالجونه جوړولې شي۔ ګلګت او سکردو ته د 8 اربه روپو واټر سپلائی سکیمونه وركولې شي۔ د ګلګت بلتستان په 10ضلعو كښې خصوصی وګړو له ووكېشنل او د بحالۍ مركزونه جوړولې شي۔ هغه ووئيل د ګلګت بلتستان نه بله كومه ښكلې سيمه نشته۔ هغه ووئيل وزيراعظم د وروستو پاتې سيمو په پرمختګ كښې جدي دے۔ هغه زياته كړه چې سياستدانان راروانو ټول ټاكنو او لارښود د راتلونكي نسل سباؤن لپاره پرېكړې كوي۔ عمران خان لارښود دے هغه ګلګت بلتستان لپاره د خالد خورشيد په صورت كښې يو غوره شخصيت ټاكلے دے۔