په نوښار كښې د كورونا وائرس نور 21 كېسونه رپورټ شول

نوښار 29 اپرېل (اے پي پي) په نوښار كښې د كورونا وائرس نور 21 كېسونه رپورټ شوي او دې سره په نوښار كښې د كورونا د رنځورانو شمېره 4751 ته رسېدلې. په نوښار كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 1058 ته رسېدلې. د لاك ډاٶن په خلاف ورزې كولو يوولس دوكانونه سيل كړې شوي او په شپږو دوكانونو جرمانې لګولې شوي. د نوښار ډپټي كمشنر مير رضا اوزګن له مخې په نوښار كښې د كورونا څخه د ښه شوو رنځورانو شمېره 3610 ته رسېدلې. په ضلع كښې د كورونا په نتيجه كښې تر اوسه 83 كسان په حق رسېدلي دي