په ايوب ټېچنګ هسپتال كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 4 رنځوران په حق ورسېدل

اېبټ آباد 29 اپرېل (اے پي پي) په ايوب ټېچنګ هسپتال كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 4 رنځوران په حق رسېدلي. په حق رسېدليو كښې دوه مېرمنې او دوه سړي شامل دي. د ايوب ټيچنګ هسپتال وياند له مخې په روغتون كښې نور 8 سخت ځپلي رنځوران داخل كړې شوي . په ايوب ټيچنګ هسپتال كښې د كورونا وائرس د داخلو رنځورانو شمېره 72 ده او په آئي سي يو كښې 16 رنځوران موجود دي.