فېصل آباد كښې نن د بدر ورځ لمانځلے شي

فېصل آباد ۔29 اپرېل(اے پی پی) فېصل آباد كښې نن د روژې مباركې مياشتې 17 مه نېټه د بدر ورځې په توګه عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ په دې موقعه به د فېصل يباد ډويژن څلورو وارړو ضلعو فېصل آباد، جھنګ، ټوبه ټېک سنګھ او چنیوټ په شمول د هېواد په ټولو ښارونو كښې كورونا اېس او پيز عملي كولو سره د بېلو تنظيمونو لخوا خصوصي دستورې كولې شي كومو ته به چې نوموړي علماﺀ كرام او مذهبي لارښود او شخصيات خطاب كوي۔ په دې دستورو كښې به د بدر ورځې په پېښه تفصيلي رڼا اچولې شي او د حق په لاره كښې د رامخې ته كېدونكو ستونزو خوشحالۍ سره زغملو له به د لوظ پخلے كولے شي