ايوب ټيچنګ هسپتال كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 5 كسه مړه شول

اېبټ آباد 28اپریل (اے پي پي) ايوب ټيچنګ هسپتال كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 5 كسه مړه شوي۔په مړو شوو كښې څلور مېرمنې او يو سړے شامل دے۔د ايوب ټيچنګ هسپتال وياند له مخې په ايوب ټيچنګ هسپتال كښې دا مهال د كورونا وائرس له امله د ځپليو رنځورانو شمېره 71 ده او په دې كښې په تشويش ناك حالت كښې په آئي سي يو كښې د رنځورانو شمېره 16 ده۔د روغتون انتظامې وګړو ته خواست كړے چې د خپل ځان او د خپلې كورنۍ خيال وساتي ۔ماسك لازمي اچوې او د ګڼې ګوڼې ځايونو ته د تللو څخه ډډه وكړې۔دغسې د روغتون انتظاميه رنځورانو ته د هر ممكنه آسانۍ وركولو لپاره هڅې كوي