د اېبټ آباد او هري پور ډپټي كمشنر بدل كړے شول ٬نوټيفيكېشن

اېبټ آباد 28 اپرېل (اے پي پي)د اېبټ آباد او هري پور ډپټي كمشنر بدل كړے شوي۔د اسټېبلشمنټ ډيپارټمنټ خېبرپښتونخوا لخوا جاري نوټيفيكېشن له مخې د اېبټ آباد د ګرېډ 18 ډپټي كشمنر مغيث ثناﺀالله د هري پور ډپټي كمشنر په ځاے او د ګرېډ 18 ډپټي كشمنر هري پور كېپټڼ(ر)نديم ناصر د اېبټ آباد نوے ډپټي كمشنر غوره كړے شوے