د کشمير کمېټۍ چيئرمين شهريار آفريدي د عبدالحسيب چغتائي کور ته لاړ

پېښور 27 اپريل (اے پي پي) د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي د نېشنل پيس کونسل صوبائي چيئرمېن عبدالحسيب چغتائي سره کوهاټ كښې د هغه په كور كښې ملاقات كړے ٬ په دې موقع د كوهاټ كينټ بورډ ممبر محسن عتيق هم موجود ؤ،عبدالحسيب چغتائي د كشمير كمېټۍ چيئرمېن د سوداګرو مسائلو او د کورونا وبا له امله د موجوده صورتحال څخه په خبرولو كښې ووئيل سوداګرو له د ريليف وركولو عمل پيل شوے اوپه روژه مباركه مياشت كښې دې سوداګرو له کاروباري وختونو كښې پراختيا وركړې شي ،په دې د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي ووئيل ډير زر به په دې مسئله اسد عمر سره رابطه وكړم او د کورونا وبا له امله رامخي ته شوې د سوداګرو مسائلو هر ممكن حل له به ھڅي كوو۔ په آخر كښې عبدالحسيب شهريار آفريدي له سرحد چيمبر اف كامرس پېښور ته د راتللو بلنه وركړه دغسې چې د سوداګرو ورورولۍ او صنعت کارو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي