د بلوچستان حكومت په عوامي اجتماعات بندېز ولګولو، لاك ډاٶن به د خالي او اتوار په ځاے د زيارت او جمعې په ورځ وي

كوئټه 27 اپرېل (اے پي پي) د كورونا وائرس دريمې چپې او زياتېدونكو كېسونه تر مخه د بلوچستان حكومت په عوامي اجتماعات بندېز لګولے، دغسې په صوبه كښې به د خالي او اتوار په ځاے د زيارت او جمعې پ ورځ لاك ډاٶن كولې شي. د بلوچستان د كورنيو چارو د محكمې لخوا جاري شوي نوټېفيكېشن له مخې په ټوله صوبه كښې دفعه 144 نافذ كړې شوې او د پنځو يا د دې نه د زياتو كسانو په راجمع كېدو بندېز دے. دغسې په دهرنو، غونډو او لاريونونو هم مكمل بندېز لګولے شوے. د زيارت او جمعې په ورځ به تجارتي مركزونه، شاپنګ مالز او بازارونه بند وي.(