ايوب ټيچنګ هسپتال كښې د 24 ساعتو په مهال 9 كسان مړه شول ۔ مړو شوو كښې 5 نارينه او 4 ميرمني شاملي دي

ايبټ آباد 16اپريل (اے پي پي) ايوب ټيچنګ هسپتال كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 9 كسان مړه شوي۔ په مړو شوو كښې 5 نارينه او 4 ميرمني شاملي دي۔د ايوب ټيچنګ هسپتال وياند له مخي روغتون كښې دا مهال د كورونا وائرس له امله د رنځورانو شميره 86 ده دغسې په دې كښې انتهائي تشويشناك حالت كښې رنځوران 12 دي ۔د روغتون وياند وئېلې دي د هزارې اولس ته خواست كوو چې د كورونا وائرس په احتياطي تدابير په سختۍ سره عمل وكړي۔د خپل صحت خاص خيال اوساتي او د ماسك استعمال باوري كړي