د دفاعي پېداوار وفاقي وزيرې په هڅو د رېډيو سټېشن ګوادر هائي پاور ټرانسمېشن سسټم منظوري وركړې شوه

کوئټه ۔12اپرېل(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزيرې زبېده جلال په هڅو د رېډيو اسټېشن ګوادر هائي پاور ټرانسمېشن سسټم منظوري وركړې شوې ۔ د اسلام آباد نه د انجینئرنګ سېکشن ډله ګوادر براډ كاسټنګ هاؤس او د ټرانسميټر لګولو پراجېكټ سائټ معائنې له رسېدلې۔ د براډ كاسټنګ هاؤس تعميراتي كار به د پاك پي ډبليو انجينئرز په نګرانۍ كښې ډېر زر پېل كړے شي۔ د سركاري ذريعو له مخې د ځائي اولس لخوا ګوادر ښار كښې د 100 کلوواټ ټرانسميټر لګولو غوښتنه ډېره د پخوا نه راروانه وه۔ تېر حكومت كښې زبېده جلال ګوادر او تربت كښې د هائي پاور ټرانسميټرز لګولو منظوري اخستې وه۔ په دويم ځل كال 2018ﺀ كښې يو وارې بيا په ټاكلے كېدو هغې به ترجيحي بنيادونو د ګوادر رېډيو سټېشن اپ ګرېډېشن له فنډز ريليز كړے۔ د سركاري ذريعو له مخې د دې ټرانسميټر لګېدو سره به خليجي هېوادونو ته هم په ځائي او قامي ژبه كښې خپرونې او خبرونه رسولې شي۔ 100 كلوواټ ټرانسميټر لګولو له د فنډز په جاري كولو د مكران ډويژن اولس د وفاقي وزيرې مننه كړې ۔ دوي هيله لرله چې هغه به قامي اسمبلۍ كښې د ګوادر پرمختګ له خپلې هڅې روانې ساتي