د روژې مباركې مياشت سپوږمۍ ليدلو له د مرکزي رويت هلال کمېټۍ غونډه نن د نهي په ورځ كيږي

پېښور 12 اپريل (اے پي پي)د روژي مباركي مياشت ليدلو له د مركزي رويت هلال کمېټۍ غونډه په 13 اپريل 2021 د نهي په ورځ ماښام د خېبرپښتونخوا ايډمنسټريټر اوقاف دفتر عيد ګاه چارسده روډ پېښور كښې كيږي ۔په غونډه كښې به د رويت هلال کمېټۍ چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد، مرکزي او زونل رويت هلال کمېټۍ غړي ، علماﺀ کرام او اړوند چارواكي ګډون كوي