د روژې مباركي مياشت سپوږمۍ كتلو له د مرکزي رويت هلال کمېټۍ غونډه د نهي په ورځ كيږي

پېښور 08 اپريل (اے پي پي)د روژي مباركي مياشت كتلو له به د مركزي رويت هلال کمېټۍ غونډه په 13 اپريل 2021 د نهي په ورځ ماښام 30 :6 بجې د ايډمنسټريټر اوقاف خېبرپښتونخوا په دفتر عيد ګاه چارسده روډ پېښور كښې كيږي ۔په غونډه ښې به د رويت هلال کمېټۍ چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد، مرکزي او زونل رويت هلال کمېټۍ غړي ، علماﺀ کرام او اړوند چارواكي ګډون كوي