هري پور كښې د برېښنا روانو پروژو په اړه غونډه، د واپډا افسرانو د توان وفاقي وزير له بريفنګ وركړو

هري پور 08 اپريل (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان په مشرۍ كښې ضلع هري پور كښې د برېښنا روانو پروژو په اړه غونډه وشوه۔ د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان په مشرۍ كښې ضلع هري پور كښې د برېښنا روانو پروژو په اړه غونډه وشوه چې پكښې چيف پيسكو خادم حسين لارا او نورو اعليٰ افسرانو ګډون وكړو او وفاقي وزير له ئې بريفنګ وركړو ۔ په دې مهال حطار ګرډ ټو، خانپور 132 كے وي نه علاوه سرائے صالح، ګندف او حطار220 كے وي اے ګرډسټيشن بشپړولو په اړه په تفصيلي توګه بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير عمر ايوب خان د برېښنا په روانو لويو پروژو د اطمينان څرګندوني سره ضروري هدايات جاري كړي او د پروژو په وخت بشپړولو ئې زور راوړے