د پېښور ليډي ريډنګ هسپتال كښې د كووېډ۔19 رنځورانو شميره 296 ته ورسيده،وياند

پېښور 08 اپريل (اے پي پي)د پېښور ليډي ريډنګ هسپتال (ايل آر ايچ )كښې د كووېډ۔19 رنځورانو شميره 296 ته رسيدلي۔ د ايل آرايچ وياند محمد عاصم له مخي آئي سي يو كښې د رنځورانو شميره 15ته رسيدلي دغسې 234 نور د كورونا رنځوران هم په روغتون كښې داخل دي۔ د كووېډ۔19 رنځورانو شميره كښې د زياتوالي له امله په روغتون كښې د كووېډ۔19 رنځورانو لپاره د كټونو شميره 338 ته رسولې شوې ۔ د وياند له مخي انتظاميه او حكومت د اولس هر ممكن مرسته كوي بايد اولس هم احتياط كولو سره د دې وبا خپريدو مخنيوي له مهم كردار ترسره كړي