د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو محكمې د ضلعو انتظاميې ته د كورونا په اړه مراسله جاري كړه

پېښور 26 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو محكمې د ضلعو انتظاميې ته د كورونا په اړه مراسله جاري كړې. د جاري شوې مراسلې له مخې د ډپټي كمشنرانو، لوكل ټرېډرز اېسوسي اېشنز په مشوره به په اونۍ كښې كومې هم دوه ورځې د كاروباري چارو د بندولو پرېكړه كولې شي. د اولس ضروريات په نظر كښې ساتلو سره د دوه ورځو پرېكړه به ضلعي انتظاميه كوي. د خوراك څښاك او د داروګانو دكانونه به د معمول له مخې پرانستي وي. د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو سېكرټري اكرام الله خان له مخې صوبائي حكومت ټولې پرېكړه د اولس په ګټه كوي.