د ګران وطن سلامتيا لپاره به د كومې هم قربانۍ څخه ډډه كولې نه شي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د مارچ 23مې نېټې پاكستان ورځې په موقع قام ته مباركي

پیښور ۔23مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د مارچ 23مې نېټې د پاكستان ورځ په موقع ټول قام ته د زړه د كومې څخه مباركي وركولو سره وئېلي دي چې چې نن د هند دننه د مسلمانانو چې كوم حالات دي او په مقبوضه كشمير كښې په مسلمانانو چې كوم ظلم روان دې وخت ثابت كړې چې په 23 مارچ كال 1940 زمونږ مشرانو د ځانله رياست جوړولو چې كومه پريكړه كړې وه هغه سمه پرېكړه وه٬زه په دې نننۍ ورځ ټول قام ته خواست كوم چې هغوي دې په خپلو كورونو شين هلالي بېرغ ولګوي او د خپلو مشرانو مننه دې وكړي چا چې د مسلمانانو لپاره د يو ځانله آزاد رياست پاكستان جوړولو پرېكړه كړې وه٬د 23مارچ پاكستان ورځې په موقع په خپل پیغام كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ووئيل چې مونږ له د لوے څښتن شكر ادا كول پكار دي چې مونږ په يو آزاده فضاﺀ كښې ساه اخلو۔