كوئټه 16 مارچ (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي د 7.8 اربه روپو د رمضان پېكج منظوري وركړې شوې، په روژه كښې به په يوټېلټي سټورونو كښې په 19 څيزونو سبسډي وركولې شي، معيشت په سم پلو روان دے، د ډالر بېعه هم ټيټه شوې. ده دا خبرې د كابينه كمېټې د غونډې نه پس د پريس بريفنګ په مهال وكړې. وفاقي وزير …
د 7.8 اربه روپو د رمضان پېكج منظوري وركړې شوې، په روژه كښې به په يوټېلټي سټورونو كښې په 19 څيزونو سبسډي وركولې شي. د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر پرېس بريفنګ

مزید خبریں
كوئټه 16 مارچ (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي د 7.8 اربه روپو د رمضان پېكج منظوري وركړې شوې، په روژه كښې به په يوټېلټي سټورونو كښې په 19 څيزونو سبسډي وركولې شي، معيشت په سم پلو روان دے، د ډالر بېعه هم ټيټه شوې. ده دا خبرې د كابينه كمېټې د غونډې نه پس د پريس بريفنګ په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم پوره هڅې كوي چې د ګرانې بوج كم شي. ده ووئيل د 7.8 اربه روپو دا پېكج هم د دې هڅو برخه ده. ده ووئيل د وزيراعظم تر ټولو زيات وخت د ګرانې په كمولو مصرف كېږي. ده ووئيل مونږ ته داسې تباه شوے معيشت په لاس راغلے ؤ چې سره د ټولو هڅو د قرض د بوج نه وتل اسان نه دي. ده ووئيل يوټېلټي سټور يوه تباه شوې اداره وه كومه به چې د روان كال تر پاې د خسارې نه خلاصه شي . ده ووئيل زمونږ معيشت هم مستحكم پاتې شوے او ځاني زيان هم كم شوے او د دې لويه وجه زمونږ ډېر زر اقدامات پېل كول وو . ده ووئيل چې كله د كورونا وړومبې چپه راغله ، هغه وخت چې مونږ كومه پاليسي جوړه كړې وه، هغه كاميابه شوې وه او هم په هغې عمل كولو سره به مونږ په دې چپه هم قابو بيا مومو. حماد اظهر ووئيل په يوټېلټي سټور به په چېنو 40 روپې، په تېلو 20 روپې، په كهجور﴿خرما﴾ 20 روپې، په وريژو د كلو په حساب تر 10 روپو سبسډي وركولې شي








