اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی)د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي سوئېلي آسيا كښې امن او پرمختګ له د كشمير مسئلې هواري ته اړتيا ده٬د حريت خوښي كشميري اولس پرله پسو قربانيو او ثابت قدمۍ په نړيواله ورورولۍ كښې د آزادۍ د تحريك مرسته زياتېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده استنبول پوهنتون د اردو څانګې مشر ډاكټر خليل طوقار سره خبرو كښې وكړه …
تركيه او پاكستان دوه وروڼه هېوادونه دي٬د كشميير په شخړه دواړه يو ډول دريځ او احساسات لري

مزید خبریں
اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی)د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي سوئېلي آسيا كښې امن او پرمختګ له د كشمير مسئلې هواري ته اړتيا ده٬د حريت خوښي كشميري اولس پرله پسو قربانيو او ثابت قدمۍ په نړيواله ورورولۍ كښې د آزادۍ د تحريك مرسته زياتېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده استنبول پوهنتون د اردو څانګې مشر ډاكټر خليل طوقار سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورو پھ ورځ قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن كښې ده سره ليدل۔ډاكټر خليل طوقار پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پھ سختو خلاف ورزيو او د كشمير په اړه تركيه ژبه كښې شائع شوې خپل كتاب هم عرفان صديقي ته وړاندې كړو۔د وزيراعظم صلاحكار د ډاكټر طوقار هڅې ستائېلو سره ووئيل تركيه پاكستان دوه وروڼه هېوادونه دي٬د كشميير په شخړه دواړه هېوادونه يو ډول دريځ او احساسات لري۔عرفان صديقي ووئيل د ګردې نړۍ اهل قلم دې د كشميريانو د بشري حقونو خلاف ورزيو په ضد غږ پورته كړي او هندي ظلمونه پھ ډاګه كولو له دې خپل كردار ترسره كړي۔عرفان صديقي ووئيل دا كتاب به په سمدستي توګه به اردو او انګريزۍ ژبه كښې ترجمه كولې شي۔په ملاقات كښې د پاكستان اكادمي ادبيات مشر ډاكټر قاسم بګهيو هم موجود ؤ۔








