د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سوئي ګاز ايم ډي عامر طفيل او چيف سېكرټري شهاب علي شاه سره ملاقات

  پیښور 17 جون(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سوئي ګيس ايم ډي عامر طفيل او چيف سېكرټري شهاب علي شاه د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سينئر پارليمنټيرينز٬د پيپلز پارټۍ پارليماني ليډر احمد كريم كنډي هم په دې موقع موجود وو۔ګورنر فيصل كريم كنډي په خبرو كښې ووئيل  په …

 

پیښور 17 جون(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سوئي ګيس ايم ډي عامر طفيل او چيف سېكرټري شهاب علي شاه د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سينئر پارليمنټيرينز٬د پيپلز پارټۍ پارليماني ليډر احمد كريم كنډي هم په دې موقع موجود وو۔ګورنر فيصل كريم كنډي په خبرو كښې ووئيل  په صوبه كښې د ګيس خراب پائپ لائنونو بدلولو عمل دی ډېر زر بشپړ كړې شي۔ده ووئيل  د ګاز غلا او نورو مسئلو حل لپاره محكمې ته د خېبرپښتونخوا حكومت سره پرله پسې رابطه كول پكار ده او په دې اړه به چيف سېكرټري او د ګیس محكمې له شريكه حكمت عملي خپلول وي۔په غونډه كښې د ګاز رائلټي 50 فيصده رقم د ګاز سټركچر ښه والي لپاره خرڅ كولو په پريكړه عملدرآمد لپاره د هر ممكنه اقدامات  پريكړه وکړی شوه۔

مزید خبریں