اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د بلوچستان پرمختګ ته وفاقی حکومت پام لرنه كوي ٬ د تيرو درېو كلونو په مهال صوبه كښې ګڼي پرمختيائي پروژې پيل كړې شوي دي ۔ده دا خبره د پښتونخوا ملی عوامی ګوند لارښود او د قامی اسمبلۍ غړي محمود خان اچکزئی سره د شورو په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې خبلو خبرو كښې وكړه۔ د ملاقات په …
د بلوچستان پرمختګ ته وفاقی حکومت پام لرنه كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د بلوچستان پرمختګ ته وفاقی حکومت پام لرنه كوي ٬ د تيرو درېو كلونو په مهال صوبه كښې ګڼي پرمختيائي پروژې پيل كړې شوي دي ۔ده دا خبره د پښتونخوا ملی عوامی ګوند لارښود او د قامی اسمبلۍ غړي محمود خان اچکزئی سره د شورو په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې خبلو خبرو كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال د قامی اهمیت او د هېواد په موجودہ سیاسی وضعه د خیالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې په بلوچستان كښې په روانو پرمختيائي او د خېر ښېګړې په پروژو هم خبرې وشوي۔ وزیراعظم ووئيل د بلوچستان اولس به سی پیك او د ګوادر بندر ځائې پشمول نور پرمختيائي اقداماتو څخه ګټه پورته كړي








