پاكستان غواړي چې د دواړو هېوادونو شريكې اړيكې قوي كولو لپاره ټول خنډان په قانوني او سفارتي كچه لرې كړی شي

اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي پاكستان او برتانيه خپلو كښې نزدې اړيكې لري ٬د برتانيې د كورنيو چارو وزيرې مبررډ راتګ سره به بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده ترلاسه شي۔د نهې په ورځ د برتانيې د كورنيو چارو وزيرې سره د خبرو نه پس خبري كنفرنس ته چوهدري نثار علي خان ووئيل كوم څيز د …

اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي پاكستان او برتانيه خپلو كښې نزدې اړيكې لري ٬د برتانيې د كورنيو چارو وزيرې مبررډ راتګ سره به بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده ترلاسه شي۔د نهې په ورځ د برتانيې د كورنيو چارو وزيرې سره د خبرو نه پس خبري كنفرنس ته چوهدري نثار علي خان ووئيل كوم څيز د پاكستان او برتانيې په دوه اړخيزه اړيكو آغېز نه شي پريباسلې خو په ځينو چارو كښې خنډان شته د كومو لرې كولو لپاره چې دواړه ډلې لوظي دي۔ده ووئيل د برتانيې همڅنګې سره شوو خبرو اترو څخه مطمئن يم۔ده د ملاقات په اړه مېډيا ته ووئيل د امنيت٬ترهه ګرۍ مخ نيوي او اميګرېشن په چارو خبرې شوې۔زه هيله لرم چې د پاكستان او برتانيې حكومتونه او اړوند وزارتونه به دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركړي۔چوهدري نثار علي خان د برتانيې پخواني كورنيو چارو وزير او د وزيراعظم تهريسامے فعاله قيادت ستائېلو سره ووئيل پخواني وزيراعظم پاكستان ته څو وارې راغلې او هغه د پاكستان خېرخواه دے٬مونږ هيله لرو چې د برتانيې وزيراعظم به ډېر زر پاكستان ته راشي۔چوهدري نثار علي خان ووئيل د برتانيې د كورنيو چارو وزيرې راتګ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔برتانيه په هغه څو هېوادونو كښې شامل دے چرته چې د پاكستان نكته نظر په ښه ډول منلې كېږي

مزید خبریں