پېنډۍ 21 مارچ (اے پي پي) د آزاد کشمیر وزیراعظم ،د څلور واړو صوبو او د ګلګت بلتستان اعلٰې وزيرانو د خپل لوظ تجديد كړې چې دا زمونږ د ټولو پاكستان دے٬ زمونږ پلرونو او نېكونو دا هېواد جوړ كړے او دا به مونږ ښائسته كوو ٬ كشمير به پاكستان كېږي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د پاكستان ورځې په موقع نوې پرومو كښې د آزاد جمو كشمير وزيراعظم …
چې پكښې د آزاد کشمیر وزیراعظم ،د څلور واړو صوبو او د ګلګت بلتستان اعلٰې وزيرانو پېغامونه شامل دي

مزید خبریں
پېنډۍ 21 مارچ (اے پي پي) د آزاد کشمیر وزیراعظم ،د څلور واړو صوبو او د ګلګت بلتستان اعلٰې وزيرانو د خپل لوظ تجديد كړې چې دا زمونږ د ټولو پاكستان دے٬ زمونږ پلرونو او نېكونو دا هېواد جوړ كړے او دا به مونږ ښائسته كوو ٬ كشمير به پاكستان كېږي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د پاكستان ورځې په موقع نوې پرومو كښې د آزاد جمو كشمير وزيراعظم فاروق حېدر خان خپل پېغام كښې وئيلي دي كشمير به پاكستان جوړېږي ولې چې دا زمونږ د ټولو پاكستان دے۔ د ګلګت بلتستان اعلٰې وزير حافظ حفیظ الرحمان خپل پېغام كښې وئيلي دي دا زمونږ د ټولو پاكستان دے٬ د پاكستان ورځې په موقع مونږ دا تجديد كوٶ جې زمونږ پلرونو او نېكونو دا هېواد جوړ كړې او د دې ښكلا به مونږ زياتوو۔ د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير پروېز خټك وئيلي دي پاكستان له چې په ګډه هڅې وكړو نو زه دا په باور سره وئيلي شم چې نړۍ كښې هېڅ څوك زمونږ مقابله نه شي كولې ځكه چې دا زمونږ د ټولو پاكستان دے ٬ د پنجاب وزیراعلی محمد شهباز شریف وئيلي دي مونږ يو چې موټے وو نو هېواد مو جوړ كړے ؤ او اوس كه مونږ يو موټي شو نو د پرمختګ او سوكالۍ هر منزل به زمونږ وي٬ ځكه چې دا زمونږ د ټولو پاكستان دے ۔ د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناء اللہ زهري وئيلي دي په نننۍ ورځ د پاكستان قرارداد منظور شوې ٶ كوم چې وروستو د پاكستان جوړېدو سوب جوړ شو٬ پاكستان به تر قيامته سلامت وي٬ الله پاك دې زمونږ د ټولو مددګار شي٬ پاكستان زنده باد۔ د سندھ اعلٰې وزير سید مراد علي شاہ وئيلي دي د دې هېواد په بنيادونو كښې زمونږ د بزرګانو وينه شامل ده٬ د هېواد حفاظت به د مذهب ٬ ژبې او د فرقې نه پرته كولې شي ځكه چې دا زمونږ د ټولو پاكستان دے









