اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پاك افغان پوله د بشري همدردۍ پھ بنياد پرانستلې شوې ده ٬ كه د افغانستان د اړخه ترهه ګري وشوه نو پوله به بيا بندولې شي٬ په كشن ګنګا او رتلے پاور پروژه د پاكستان او هند خبرې اترې به د نړيوال بانك په ثالثۍ كښې راروانه مياشت امريكا كښې كېږي۔د ګل په ورځ د …
په كشن ګنګا او رتلے پاور پروژه به د پاكستان او هند ترمينځه خبرې د نړيوال بانك په ثالثۍ كښې راروانه مياشت امريكا كښې كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پاك افغان پوله د بشري همدردۍ پھ بنياد پرانستلې شوې ده ٬ كه د افغانستان د اړخه ترهه ګري وشوه نو پوله به بيا بندولې شي٬ په كشن ګنګا او رتلے پاور پروژه د پاكستان او هند خبرې اترې به د نړيوال بانك په ثالثۍ كښې راروانه مياشت امريكا كښې كېږي۔د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاك افغان پولې سره يوازې پاكستان او افغانستان كښې تجارت نه كېږي بلكې دا تجارت تر مينځنيو اسيائې رياستونو كېږي٬ ده ووئېل مونږ د همدردۍ په بنياد پوله پرانستلې او كه د افغانستان د اړخه ترهه ګري وشوه نو پوله به بيا بندولې شي۔وفاقي وزير ووئيل دا زمونږ ښكاره دريځ دے چې مونږ خپل اولس ترهه ګرۍ ته پرېښودلې نه شوو۔ده ووئيل د هندي سياستمدارو د اړخه د دريابونو٬د اوبو مخ نيوي غږ سياسي وو د كومو دريابونو د اوبو مخ نيوي چې وئېلي شوي وو په هغې كښې اوبه نشته۔ ده ووئېل دواړھ هېوادونه د سندھ طاس لوظ نامې پاسداري كول غواړي۔رتلے بند ابتدائي پړاؤ كښې دے۔پھ دغې مونږ تحفظات لرو دغسې پھ رتلے او كشن ګنګا پاور پروژه به د نړيوال بانك په ثالثۍ كښې راروانه مياشت د پاكستان او هند ترمينځه د سېكترانو په كچه خبرې امريكا كښې كېږي









