اولس مشر ممنون حسېن هندو مېرج بل 2017ﺀ لاس ليك كړو

اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د اتوار په ورځ هندو مېرج بل 2017ﺀ لاس ليك كړې۔ دې څخه وروستو دې ته د يو قانون درجه وركړې شوې۔ او دې سره به هېواد كښې د هندوانو د ودونو رېګولېشن وكړے شي۔ اولس مشر د وزيراعظم محمد نواز شريف به سپارښتنه دا بل لاس ليك كړو كوم چې دې نه وړاندې سېنټ او قامي اسمبلۍ …

اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د اتوار په ورځ هندو مېرج بل 2017ﺀ لاس ليك كړې۔ دې څخه وروستو دې ته د يو قانون درجه وركړې شوې۔ او دې سره به هېواد كښې د هندوانو د ودونو رېګولېشن وكړے شي۔ اولس مشر د وزيراعظم محمد نواز شريف به سپارښتنه دا بل لاس ليك كړو كوم چې دې نه وړاندې سېنټ او قامي اسمبلۍ څخه منظور كړے شوے ؤ۔ د وزیراعظم هاؤس لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه د اولس مشر ممنون حسېن لاس ليك كولو څخه وروستو دا بل اوس د هېواد قانون جوړ شوے چې مقصد ئې واده ٬ كورنۍ ٬ مور ٬ ماشوم سره سره د هندو كورنيو د ګټو او قانوني حقونو ساتنه باوري كول دي۔ دا به پاكستان كښې د استوګن هندو كورنيو ودونو رسمونو له يو بشپړ قانون وي۔ د بيان ترمخه وزيراعظنم ووئيل چې حكومت ټول عمري هېواد كښې اوسېدونكې اقليتي ورورولۍ ته يو ډول حقونو وركولو ته خاص پام كړې۔ ده ووئيل حكومت به د هندو آبادۍ لپاره د دوئي سيمو ته نزدې رجسټرار تعينات كړي دغسې چې د هندوانو د ودونو رجسټرېشن وكړې شي۔ دا بل به دويم واده ٬ د هندو مېرمنې سره ددې د مرضۍ ترمخه بيا واده ٬ تنسيخ او د تنسيخ وړ ودونو حق هم وركوي۔ د دې قانون ترمخه د دې خلاف ورزي كوؤنكي ته د 100 زره روپو يا زندان يا دواړو سزا وركولې كېدې شي۔

مزید خبریں