اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاكستان د رشين فېډرېشن او تاتارستان په شمول د دې اسلامي سيمې سره پخوانۍ شراكت داري لري چې ورسره به د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مهم پېش رفت رامخې ته شي۔ د وزیراعظم دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه وزيراعظم د جمهوريه تاتارستان اولس مشر رستم منیکھانوف سره ملاقات كښې خبرې …
پاكستان د رشين فېډرېشن او تاتارستان په شمول اسلامي سيمې سره پخوانۍ شريكوالي لري۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د تاتارستان اولس مشر سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاكستان د رشين فېډرېشن او تاتارستان په شمول د دې اسلامي سيمې سره پخوانۍ شراكت داري لري چې ورسره به د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مهم پېش رفت رامخې ته شي۔ د وزیراعظم دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه وزيراعظم د جمهوريه تاتارستان اولس مشر رستم منیکھانوف سره ملاقات كښې خبرې كولې۔ چا چې د اتوار په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم نواز شریف د پاكستان او روسيه ترمينځه سيمه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له مثبت كردار ترسره كولو او هر څانګه كښې مضبوطې شراكتدارۍ له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ د تاتارستان اولس مشر او د ده پلاوي ته تود هركلي وئيلو سره وزيراعظم ووئيل پخوانۍ اړيكې ددې خبرې ثبوت دي چې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان خپلو ګاونډي هېوادونو سره د حل وړ ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو په پالېسۍ عمل كوي۔ د تاتارستان اولس مشر په مېلمستيا كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده ووئيل د تاتارستان کاروباری پلاوي لاهور كښې ګټور ملاقاتونه شوي دي۔ وزيراعظم هيله ولرله چې د دواړو هېوادونو په كاروباري شخصياتو مشتمل جوائنټ بزنس فورم به شريك تجارت ته وده وركولو كښې مرستيال وګرځي۔ پلاوي كښې دوهم وزيراعظم البرټ کریموف، پاکستان كښې د رشین فېډرېشن سفیر الېګزے ډېډوف، د تاتارستان انوېسټمنټ ډوېلپمنټ ایجنسۍ چيف اېګزېکټو طالیه منولینا او د خارجه چارو دوهم ډائرېکټر مارټ ګېټن هم شامل و۔ په دې مهال وزيراعظم سره د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمی، د وزیراعظم سېكتر فواد حسن فواد او د خارجه دفتر اېډيشنل سېكتر ظهير جنجوعه هم موجود و۔









