خاران۔18مارچ(اے پی پی) د رياستي او سرحدي چارو وفاقي وزير عبد القادر بلوچ وئيلي دي سي پېك به د بلوچستان تقدير بدل كړي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د غوره پالېسيو په سوب د پرمختګ عمل ډېر په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د خاران دورې په مهال بېلو پلاويو او د ګوند كارمندانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده …
وزیراعظم محمد نواز شریف ګوادر لپاره د اربونو روپو پرمختيائي منصوبو اعلان كولو سره د بلوڅ اولس زړونه ګتلي۔ وزیراعظم د بلوچستان پرمختګ كښې خاص خوښي لري۔ د رياستي او سرحدي چارو وفاقي وزير عبد القادر بلوچ خاران كښې بېلو پلاويو سره خبرې

مزید خبریں
خاران۔18مارچ(اے پی پی) د رياستي او سرحدي چارو وفاقي وزير عبد القادر بلوچ وئيلي دي سي پېك به د بلوچستان تقدير بدل كړي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د غوره پالېسيو په سوب د پرمختګ عمل ډېر په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د خاران دورې په مهال بېلو پلاويو او د ګوند كارمندانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د ټولې نړۍ سترګې دې مېګا پروجېكټ ته دي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ګوادر لپاره د اربونو روپو پرمختيائي منصوبو اعلان كولو سره د بلوچستان اولس زړونه ګتلي۔ وزیراعظم د بلوچستان پرمختګ كښې خاص خوښي لري او د ده دورې سره به د صوبې د كلونو محرومتيا ختمه شي۔ په سباؤن كښې به ګوادر يو فعاله تجارتي مركز جوړ شي چې ورسره به د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ وفاقي وزير ووئيل د حكومت پالسيو په سوب ټول هېواد د پرمختګ په لوري روان دے۔ ده ووئيل وزيراعظم وژن لري چې د بلوچستان ګوټ ګوټ كښې وسېدونكي اولس ته بنيادي اسانۍ وركړې شي۔ په دې لړ كښې د بلوچستان په ټولو برخو كښې د پرمختګ كار روان دے۔ په دې مهال وفاقي وزير خاران كښې د بېلو شخصياتو په مړينه د دوئي كورنيو سره غمرازي هم ښكاره كړه او فاتحه ئې ولوستله۔









