واشنګټن ۔ 18مارچ(اے پی پی) امريكا كښې د پاكستان نوي سفير اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي د پاكستان او امريكا ترمينځھ تاريخي اړيكې په 7 ليسزو مشتمل دي۔ پاكستان د دواړوهېوادونو اولس يو بل ته لا نزدې كولو له امريكائي انتظاميې سره په ګډه كار كول غواړي۔ واشنګټن څخه ترلاسه شوي بيان كښې ترمخه پاكستان سفير ددې خيالاتو څرګندونه د پاكستاني ميډيا نمائندګانو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ د خبريالاتو …
پاكستان او امريكا 7 ليسزو څخه دوه اړخيزه تاريخي اړيكې لري پاكستان د دواړوهېوادونو اولس يو بل ته لا نزدې كولو له امريكائي انتظاميې سره په ګډه كار كول غواړي۔ امريكا كښې د پاكستان نوي سفير اعزاز احمد چوهدري د پاكستاني ميډيا نمائندګانو سره خبرې

مزید خبریں
واشنګټن ۔ 18مارچ(اے پی پی) امريكا كښې د پاكستان نوي سفير اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي د پاكستان او امريكا ترمينځھ تاريخي اړيكې په 7 ليسزو مشتمل دي۔ پاكستان د دواړوهېوادونو اولس يو بل ته لا نزدې كولو له امريكائي انتظاميې سره په ګډه كار كول غواړي۔ واشنګټن څخه ترلاسه شوي بيان كښې ترمخه پاكستان سفير ددې خيالاتو څرګندونه د پاكستاني ميډيا نمائندګانو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ د خبريالاتو پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان د پرمختګ په لاره رولان دے ۔ قامي مشرتابه ٬ وسله وال ځواك او اولس د ترهګرۍ لعنت ختمولو له سترې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل ضرب عضب عملياتو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه شوې او قبائلي سيمو كښې د ترهګرو پټ ځايونه تباه كړې شول۔ په عارضي توګه بې كوره شوي كسان خپلو كورونو ته استولې شوي دي او فاټا د هېواد په سياسي چوكاټ كښې شاملولې شي۔ د كراچۍ په شمول په ټولو هېواد كښې امن بېرته راغلې۔ د امريكا ځينې چارواكو هم د پاكستان د دورې به مهال د امن صورتحال په خپله كتلو سره ستائلې دې۔ ده ووئيل قامي معيشت هم بحال شوے۔ او اوس د قامي معيشت شرح نمو 4.7فیصد ته رسېدلې۔ د توان مسئله به هم ډېره زر حل شي۔ د نړۍ سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كولو كښې خوښي لري۔ د اقتصادي تعاون تنظيم اوسنۍ غونډې دا پېغام وركړې چې پاكستان شريكې خوشحالۍ او استحكام لپاره سيمه ايزو رابطو ته وده وركولو له هلې ځلې كوي۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې پاكستاني سفير ووئيل افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستاني حكومت او اولس لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل پاكستتان په دې كلك باور لري چې پاكستان او افغانستان بايد د پولې دې غاړه او پورې غاړه د ترهه ګرۍ كاروايو مخنيوي له د يو بل مرسته وكړي۔ او دا د دواړو په ګټه ده۔ پاکستانی سفیر ووئيل چې خارجه سلاكار سرتاج عزيز او د افغانستان نېشنل سېکېورټی اېډوائزر ترمينځھ لندن كښې ملاقات د امن په ځائې كولو هڅو برخه ده۔ امریکا كښې د پاكستاني ورورولۍ مهم كردار په اړه سفير ووئيل د خپل مشرتابه د هداياتو په رڼا كښې د پاکستانی ورورولۍ خذمت او ددوئي د مسئلو حل زمونږ په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي









