اسلام آباد 17 مارچ (اے پی پی)د اطلاعات٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پاكستان د اروپائي ائتلاف سره اړيكو او په خاص توګه پاكستان كښې جمهوري اقدارو او د قانون حكمرانۍ لپاره مرسته مهمه ګڼي٬ د رايو څرګندونې آزادي د جمهوريت او خپلواكې ټولنې لپاره ضروري ده٬وزيراعظم محمد نواز شريف د رايو په څرګندونه ازادۍ بشپړ باور لري۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د اروپائي ائتلاف …
حكومت خبريالانو له د پېشه ورې تربيې په پروژو كار كوي٬هيله ده چې د مېډيا په تربيتي پروګرام كښې به اروپائي ائتلاف مرسته وكړي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 مارچ (اے پی پی)د اطلاعات٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پاكستان د اروپائي ائتلاف سره اړيكو او په خاص توګه پاكستان كښې جمهوري اقدارو او د قانون حكمرانۍ لپاره مرسته مهمه ګڼي٬ د رايو څرګندونې آزادي د جمهوريت او خپلواكې ټولنې لپاره ضروري ده٬وزيراعظم محمد نواز شريف د رايو په څرګندونه ازادۍ بشپړ باور لري۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د اروپائي ائتلاف سفير جين كاټين سره خپلو خبرو كښې وكړه۔دملاقات پھ مهال د مېډيا٬اطلاعات او د كلتور په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دوهمې وزيرې ووئيل حكومت خبريالانو له د پېشه وره تربيې په پروژو كار كوي٬هيله ده چې د مېډيا په تربيتي پروګرام كښې به اروپائي ائتلاف مرسته وكړي۔دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل حكومت د خبريالانو ښېګړی لپاره ګامونه پورته كړي۔دې ووئيل د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو له قامي كلتور رامخې ته كوو۔د وزيراعظم د وژن له مخې تفريحي هلو ځلو له د فلم پروډكشن كوټلي پالېسي جوړوو چې ورسره به پھ ځايې كچه د انټرټينمنټ انډسټري٬قامي ورثې او سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔دې ووئيل معياري پروډكشن سره به اولس ته د سماجي پرمختګ٬قامي اهميت چارو او د خپلو ذمه وارو په اړه خبرتيا ترلاسه شي۔د اروپائي ائتلاف سفير دوهمې وزيرې له باور وركړو چې مونږ به د مېډيا او كلتور په څانګو كښې د پاكستان سره مرسته كوو۔د اروپائي ائتلاف سفير دوهمې وزيرې له د روم ټرېټي 60مې سالګرې په دستوره كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه









