په روسيه كښې د كورونا وائرس پھ وبا كښې د مړو كسانو شمېره 76 زره 229 ته رسېدلې

ماسكو 06 فروري (اے پي پي) په روسيه كښې د كورونا وائرس پھ وبا كښې د مړو كسانو شمېره 76 زره 229 ته رسېدلې۔د چينائي مېډيا له مخې د روسيې د روغتيا محكمې چارواكو وئېلي دي چې په روسيه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 16 زره 627 كيسونه رپورټ شوي او د دې نه پس پھ هېواد كښې د كورونا په وباﺀ كښې د …

ماسكو 06 فروري (اے پي پي) په روسيه كښې د كورونا وائرس پھ وبا كښې د مړو كسانو شمېره 76 زره 229 ته رسېدلې۔د چينائي مېډيا له مخې د روسيې د روغتيا محكمې چارواكو وئېلي دي چې په روسيه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 16 زره 627 كيسونه رپورټ شوي او د دې نه پس پھ هېواد كښې د كورونا په وباﺀ كښې د ځپليو ټوله شمېره 39 لكه 51 زره 233 ته رسېدلې٬په وبا كښې تراوسه 76 زره 229 كسان مړه شوي دي۔تر ټولو زياته ځپلې سيمه ماسكو ده چرته چې 2214 كيسونه رامخې ته شوي٬په ماسكو كښې د ځپليو ټوله شمېره 9 لكه 41 زره 696 ته رسېدلې۔په ټول هېواد كښې د كورونا د 104 ملين نه زيات ټېسټونه شوي