د چين صدر د درې نوو سفيرانو منظوري وركړه

بيجنګ 04 فروري (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د نېشنل پيپلز كانګريس قائمه كمېټۍ د پريكړې له مخې د درېو نوو سفيرانو د غوره كولو منظوري وركړې ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې په دې درېو سفيرانو كښې كي رن د اسرائيل سفير مقرر كړے شوے، د وانك شټنګ په ځاے لو كين په ګھانا كښې او دغسې لي چينګينګ د چين نمائنده او د نړيوال تجارتي تنظيم سفير سره سره جينيوا او سوئټزرلينډ كښې په نورو نړيوالو تنظيمونو كښې د ملګرو ملتونو په دفتر كښې نائب مستقل نمائنده مقرر كړے شوے