ګوادر 16 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي د پرمختګ ټولې لارې به د بلوچستان نه وځي۔ پاكستان به د آسيا ټائيګر او بلوچستان به د پاكستان ټائيګر جوړیږي٬ ګوادر كښی به جديد پوهنتون او روغتون جوړولې شي ٬د دې ځائې د اولس جوش او جذبه كښې هيله په نظر راځي٬ په حقيقي توګه محسوسو چې د ګوادر لپاره د پرمختګ نوې دور پيل شوې او د …
پاكستان به د آسيا ټائيګر او بلوچستان به د پاكستان ټائيګر جوړیږي

مزید خبریں
ګوادر 16 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي د پرمختګ ټولې لارې به د بلوچستان نه وځي۔ پاكستان به د آسيا ټائيګر او بلوچستان به د پاكستان ټائيګر جوړیږي٬ ګوادر كښی به جديد پوهنتون او روغتون جوړولې شي ٬د دې ځائې د اولس جوش او جذبه كښې هيله په نظر راځي٬ په حقيقي توګه محسوسو چې د ګوادر لپاره د پرمختګ نوې دور پيل شوې او د دې ځائې تقدير بدلېدونكې دے۔ د زيارت پھ ورځ ګوادر كښې اولسې غونډې ته په خپل خطاب كښې ده ووئيل داسې يوه ورځ نه ده تېره شوې چې پكښې د ګوادر ذكر نه وي شوے٬ په بلوچستان كښې په سړكونو په اربونو روپۍ لګوؤ۔ د پرمختګ په وجه ترهه ګر پېښې اوباسي او د هغوي تر زغلولو به په قلاره نه كېښنو ٬ د برېښنا پھ پروژو تندۍ سره كار روان دے٬ ډير زر به تيرې ختمې شي ٬مونږ چې په درې نيمو كلونو كښې د بلوچستان پرمختګ له څومره كار كړې مثال نه لري۔ ده ووئيل د ګوادر زمكه د سرو زرو څخه زياته قيمتي ده٬ د زمكو مالكانو ته بايد د پرمختګ برخه ترلاسه شي۔ ده ووئيل ګوادر كښې به ډير زر پوهنتون جوړ شي٬ غريبانو له به د روغتيا كارډ وركولې شي او د غريبانو به ويړيا درملنه كولې شي۔ د ګوادر 50 ځوانان به د چين ژبه زده كولو له چين ته لېږلې شي او د دې ځائې 50 ځوانانو ته به د هېواد په غوره پوهنتونو كښې داخله وركولې شي۔ د ګوادر سړكونو ٬ محلو او سېورج نظام ښه كولو له به يو ارب روپۍ مصرف كولے شي۔ ده ووئيل مونږ په1991ﺀ كښې ګوادر د نړۍ مثالي ښار جوړولو له كار پېل كړې ؤ ولې زمونږ حكومت ختم كړے شو۔ ده ووئيل زه اولنے وزیراعظم يم چا چې ګوادر كښې شپه كړې۔ ده ووئيل بلوچلستان كښې 1100 کلومیټر سړكونه جوړولې شي۔ ده ووئيل د پرمختګ ټولې لارې به بلوچستان څخه وځي۔ وزیراعظم ووئيل چې سی پېک لاره د امن او انسانيت ده۔ د سي پېك لويه برخه د بلوچستان په مزكه ده او دا به د بلوچستان د محرومتيا احساس لرې كولو سوب وګرځي۔ وزير اعظم ووئيل ګوادر كښې به د برېښنا كارخانه جوړولې شي كومه به چې د ګوادر سره سره د نورو سيمو د برېښنا حاجت هم ترسره كړي۔ وزيراعظم ووئيل ګوادر كښې به د چين په مرسته د 300 بسترو روغتون ډېر زر جوړ كړے شي۔ ده ووئيل د لوئې څښتن په فضل ګوادر ته زمونږ حكومت او صوبائي حكومت ډېر پام كړے۔ ده د بلوچستان اعلی وزير ته باور وركړو چې د بلوچستان پرمختګ كښې به مونږ ستاسو مرسته كوؤ۔ ده ووئيل د بلوچستان پوهنتون بايد د اسلام آباد كوم هم پوهنتون نه زيات غوره وي۔ دغسې چې د اسلام آباد او نورو سيمو كسان دلته زده كړو له راځي۔ دې نه وړاندې د رياستي او سرحدي چارو وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ اولسي غونډې ته خطاب كښې ووئيل د ګوادر د پرمختګ خوب ريښتيا شوے كوم چې د وزیراعظم محمد نوازشریف د پام په سوب ممكن شوے۔ ده ووئيل د بلوچستان د اولس مايوس په هيله كښې بدل شوے۔ ده ووئيل د نړۍ د 60 نه زيات هېوادونو په ګوادر كښې خوښي لري۔ وفاقي وزير ووئيل سي پيك سره د ګوادر په شمول ټول هېواد كښی د پرمختګ نوے دور پېل شوے۔ اعلی وزير ثناء اللہ زہری خپل خطاب كښې ووئيل بلوچستان سره وزيراعظم د زړه نه مينه كوي۔ هغه د ګوادر په شمول د ټولې صوبې په پرمختګ كښې ذاتي خوښي لري۔ په اولسي غونډه كښې وفاقي وزير احسن اقبال ٬ خواجه سعد رفيق او د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئۍ هم ګډون وكړو۔ د غونډې په پايه كښې وزيراعظم غونډه كښې ګډون كوؤنكو سره په ګډه د پاکستان زندہ باد٬ بلوچستان زندہ باد او ګوادر پائندہ باد نعرې پورته كړې۔









