د افغانستان پلازمينه كابل كښې 3 بمي چاؤدنې ٬ 2 كسان مړه ٬ 4 ژوبل

کابل۔2 فروری(اے پی پی) د افغانستان پلازمينه كابل كښې د 3 بمي چاؤدنو په نتيجه كښې 2 كسان مړه او 4 نور ژوبل شوي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د كابل پوليس وياند فردوس فارامرز وئيلي د نهې په سهار كابل كښې شوې اولنۍ موټري بمي چاؤدنه كښې دوه كسان مړه او دوه نور ژوبل شول۔ په دغه مهال د كابل په قطبي سيمه كښې په يوه بله بمي چاؤدنه كښې د داخله وزارت ګاډې په نښه كړې شو د كومې په نتيجه كښې چې 2 امنيتي اهلكار ژوبل شول۔ په درېمه بمي چاؤدنه كښې د كوم ځاني زيان په اړه كومه اطلاع تر دې دمه نه ده ترلاسه شوې۔ بلخوا دې درې واړو چاؤدنو كښې د ككړو معلومولو په اړه پلټنې روانې دي