ميانمار كښې د پوځ اقتدار تر لاسه كولو سره مسلمانانو لپاره صزرتحال ناوړه كېدے شي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔2 فروری(اے پی پی) ملګرو ملتونو دا اندېښنه ښكاره كړې د ميانمار پوځ د اقتدار تے لاسه كولو نه پس په راخين كښې مېشته د زرګونو په شمېر د روهنګيا مسلمانانو لپاره حالات ناوړه كېدے شي۔ د برطانېي خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو وياند تېره ورځ يو بيان كښې وئيلي دي راخين رياست كښې دا مهال نزدې 6 لكه د روهنګيا مسلمانان تر120 زره كېمپونو محدود دي كوم چې آزادۍ سره ګرځېدې شي او نه د روغتيا او زده كړو بنيادي آسانۍ لري ځكه اندېښنه لرو چې د ميانمار پوځ د اقتدار ترلاسه كولو نه پس د روهنګيا مسلمانانو لپاره حالات ناوړه كېدے شي۔