د سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې غونډه٬ د اېف ډبليو او معاملاتو جاج واخستلې شو

اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې د فرنټيئر وركس آرګنائزېشن(اېف ډبليو او)معاملاتو جاج اخستلو له غونډه د شورو په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرل محمد افضال د خزانې وفاقي وزير ته د اېف ډبليو او روانو پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده د خزانې وفاقي وزير د اېف ډبليو او مالياتي چارو په …

اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې د فرنټيئر وركس آرګنائزېشن(اېف ډبليو او)معاملاتو جاج اخستلو له غونډه د شورو په ورځ اسلام آباد كښې وشوه۔د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرل محمد افضال د خزانې وفاقي وزير ته د اېف ډبليو او روانو پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده د خزانې وفاقي وزير د اېف ډبليو او مالياتي چارو په اړه خبر كړو۔په دې موقع د خزانې وفاقي وزير د اېف ډبليو او كاركردګي ستائېلو سره ووئيل چې اېف ډبليو او په بهرني هېوادونو كښې د خپلې پروژې د كامياب تكميل د لارې مثبت كردار ادا كوي۔ده اېف ډبليو او ته د خپلو پروژو كاميابۍ تكميل لپاره فنانس ډويژن٬اقتصادي چارو ډويژن او ريونيو ډويژن لخوا بشپړې مرستې باور وركړو۔د خزانې وزارت او اېف ډبليو او چارواكي هم په دې موقع موجود وو

مزید خبریں