قاهره 01 فروري (اے پي پي) د مصر د مواصلاتو وزير شامل الوزير وئيلي دي چې مصر به د سوډان پشمول د 6 افريقائي هېوادونو سره د سترو لارو د لارې تړلې شي۔ د مصر ميډيا له مخې شامل الوزير ووئيل د مصر صحرائي سيمې السلوم نه تر ليبيا بن غازي ښار به جديد ستره لاره او ريلوے لائن غزولې شي۔ د مصر وزير ووئيل دې سره به د مصر …
مصر به د 6 افريقائي هېوادونو سره د سترو لارو د لارې تړلې شي
قاهره 01 فروري (اے پي پي) د مصر د مواصلاتو وزير شامل الوزير وئيلي دي چې مصر به د سوډان پشمول د 6 افريقائي هېوادونو سره د سترو لارو د لارې تړلې شي۔ د مصر ميډيا له مخې شامل الوزير ووئيل د مصر صحرائي سيمې السلوم نه تر ليبيا بن غازي ښار به جديد ستره لاره او ريلوے لائن غزولې شي۔ د مصر وزير ووئيل دې سره به د مصر صنعتونو او كارمندانو ته ګټه وشي او د دې د لارې به بيل سامان ليبيا ته رسولو كښې آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل د چاډ سره مفاهمت شوے۔ ليبيا نه تر چاډ او د هلته څخه به تر مصر هم زمكې رابطې جوړولې شي










